د اداري رییس پیغام
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر مشرۍ لاندې، سلام 3G GSM شبکه په دې موخه رامنځ ته شوی، چې په ټول هېواد کې د جی اس ایم 3G له لارې د لیني او د CDMA شبکې ټلیفوني او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي. یاده شبکه هوډ لري ترڅو د بیلابیلو پیرودونکو هر ډول ټلېفوني او انټرنېټي اړتیاوی د باکیفیته، رڼه او ریښتیني خدمتونو په چمتو کولو سره پوره کړي.
سلام 3G GSM شبکه ژمنتیاء لري، چې د مناسبو بیو په بدل کې د 3G خدمتونو نوې تجربې وړاندې کړي او د 4G د مخابراتی خدمتونو په ژر پیلولو سره به د ټکنالوجۍ په ډګر کې ترټولو مخکښ پاتې شي.
سلام 3G GSM شبکه د خپل مسلکی، ماهر کاری ټیم او پانګونې په ملاتړ ژمنه کوي، چې په افغانستان کې د مخابراتو په ډګر کې د باوري او با ارزښته ټکنالوژۍ نوي عصر ته ننوځي، موږ به هرو مرو د خپلې شبکې پوښښ له ښاري مرکزونو څخه تر کوچنیو کلیو او هغو سیمو پورې وغځوي، چې مخابراتي خدمتونو ته لاس رسي ستونزمن کار دي ترڅو هر وګړی هر وخت د افغانستان په هر ګوټ کې د یوې شبکې څخه سره ونښلوو... سلام د افغانانو انتخاب!