پیژندنه
سلام 3G GSM شبکه د افغانستان د مخابراتو په مارکېټ کې د لوړ کیفیت خدمتونه په مناسبو بیو او هر ډول حل لارې سل په سلو کې په افغاني طریقو چمتو کوي، چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې تأسیس شوی دی، د نوموړي څارنه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت لخوا ترسره کیږي. سلام 3G GSM شبکه په ټول هېواد کې د لینی شبکې، ټلېفوني او 3G خدمتونو په بشپړولو سره د مخابراتو په برخه کې رغنده بدلون او انقلاب ته ژمن دی.
موږ خپل پېردونکو ته پرته له کومو محدودیتونو او پټو لګښتونو څخه آسانه او په زړه پورې بنډلونه وړاندي کوو چې په دی سره له خپل سیالانو څخه ځان مخکښ ګڼو، سلام 3G GSM شبکه خپلو پیردونکو ته بشپړه آزادی وربښی ترسو وکولای شې د با کیفیته هوساء کورنیو او نړیوالو اړیکو، لنډو لیکلو پیغامونو او تیز انټرنیټ څخه په ټیټو بیو خوند واخلې.
سلام 3G GSM شبکه په افغانستان کې د سولی او نیکمرغۍ راتګ ته ژمنتیاء لري، او هوډ یې دادی ترڅو ټول افغان ولس یواځی د یوې شبکې څخه سره ونښلوي... سلام د افغانانو انتخاب.